سیمه

په سوات کې ۱۳ کلیو پرېکړه کړې چې پاکستاني پوځ ته به ځای نه ورکوي

پاکستاني رسنۍ وايي، سوات کې د ۱۳ کلیو قومي جرګې پاکستاني پوځ ته د ځمکو له ورکړې انکار کړی دی

د پاکستاني پوځ پر وړاندې د پښتنو په سیمو کې کرکه په اوج کې ده او قومونه، نه غواړي چې تر څنګ یې د پاکستاني ریاست پوځ وي.

د پښتونخوا سوات په کبل سیمه کې د ۱۳ کلیو ګډې جرګې، پاکستاني پوځ ته د پوستو جوړولو لپاره د ځمکو له ورکړې انکار کړی او پرېکړه یې کړې، چې د پوځ له خوا پخوانۍ ترې نیول شوې ځمکې به هم بېرته ترې نیسي.

ځمکه ورکوونکي به له سوات شړل کېږي

د پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې، دغې ګډې جرګې دا پرېکړه هم کړې چې که د سیمې کوم اوسېدونکي پاکستاني پوځ ته د پوځي مرکزونو د جوړېدو لپاره ځمکه ورکړه نو د جرګې د پرېکړې له مخې به له سوات څخه شړل کیږي.

د سوات په کبل کې تېره ورځ دوشنبه د (لړم ۱۴مه) د ۱۳ کلیو قومي مشران سره جرګه شوي وو او د پاکستان پوځ ته یې په یوه خوله د ځمکې له ورکړې انکار کړی او پرېکړه یې کړې، چې د دوی په پلرنۍ ځمکه کې هیچاته اجازه نه ورکوي چې لاندې یې کړي.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

نور ولولئ: د پښتنو قامي عدالت جرګه: په ۲ میاشتو باید د پښتون له خاورې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې ووځي

د جرګې ګډونوالو د پرېکړې پر مهال ویلي، چې په تېر کې هم پاکستاني پوځ د دوی ځمکې استملاک کړې وې او ورسره په شوې هوکړه کې یې هغوی ته خپلې پیسې نه وې ورکړې.

د نرخ ټیټېدل

د سيمې مشرانو يادونه وکړه چې څو کاله وړاندې حکومت ترې شاوخوا شپږ زره کناله ځمکه اخېستې وه چې حکومت ورته د في مربع فوټ په بدل کې يواځې 250 کلدارې معاوضه ورکړې وه.

دوی وویل چې هغه نرخ د بازار له نرخه خورا ټیټ و، کوم چې د استوګنې ځمکو لپاره شاوخوا ۱۷۰۰ کلدارې في مربع فوټ او د سوداګریزو سیمو لپاره هر مربع فوټ ۲۵۰۰۰ کلدارې و.

د سوات کبل سیمې اوسیدونکو په یوه خوله ویلي چې که حکومت او پوځ ترې د دوی ځمکې په زور غصبوي نو دوی به کلک مقاومت ورسره وکړي.

‏د سوات د کبل سیمې اوسیدونکو داسې مهال پاکستاني پوځ ته د ځمکو له ورکړې انکار کړی چې د اکتوبر په ۱۳مه په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې په ګډه پرېکړه کې ټي ټي پي او پاکستاني پوځیانو ته دوه میاشتې وخت ورکړ، چې د پښتنو له خاورې ووځي او که نه، دوی به بیا بله پرېکړه اعلان کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button