ځاییکورني خبرونه

المرصاد ورځپاڼه: د طالبانو په عملیاتو کې ۵ داعشیان وژل شوي

طالبانو ته منسوبه المرصاد رسنۍ وايي چې په ځانګړو عملیاتو کې ۵ داعشیان وژل شوي دي

د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ تېره ورځ د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو په یو لړ عملیاتو کې د داعش ډلې پنځه تنه وسله‌وال وژلي او دوه تنه یې ژوندي نیولي دي.

دغې رسنۍ د خپلو سرچینو د معلوماتو له مخې لیکلي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پلازمېنې په ګډون په درېیو ولایتونو کې طالبانو د داعش ډلې پر وړاندې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې پنځه تنه داعشیان وژل شوي او یو شمېر نور یې ژوندي نیول شوي دي.

په غور کې د داعش ډلې شبکه

د المرصاد د خبر له مخې، دغه عملیات په غور، کابل او کونړ ولایتونو کې ترسره شوي دي.

راپور کې راغلي، طالبانو په غور ولایت کې د داعش ډلې هغه شبکه په نښه کړې چې څو میاشتې وړاندې یې د دغه ولایت او دایکندي ترمنځ په یوه برید کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

راپور زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې دوه تنه داعشیان وژل شوي او یو بل تن یې ژوندی نیول شوی دی.

نور ولولئ: د طالبانو رژیم: داعش خراسان اوس د پاکستان له بلوچستان او خیبرپښتونخوا فعالیت کوي

نور ولولئ: خلیلزاد: داعش په بلوچستان کې روزل کېږي

له بلې خوا وړمه شپه په کابل کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو په ترسره شویو عملیاتو کې د یوه بهرني وګړي په ګډون چې هویت یې لا روښانه نه دی؛ دوه تنه داعشیان وژل شوي او دوه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

ورته مهال له کابل ورهاخوا په کونړ کې هم د داعش ډلې یو وسله‌وال وژل شوی دی.

په پاکستان کې روزل شوي داعشیان

د طالبانو امنیتي سرچینو المرصاد ته ویلي، چې په روان کال کې د داعشیانو له‌خوا په ترسره شویو ټولو تخریبي کړنو کې هغو کسانو لاس لاره چې په پاکستان کې روزل شوي وو او له هماغه ځایه افغانستان ته رااستول شوي دي.

د طالبانو د دغې رسنۍ د راپور پخلی تر دې دمه د کومې خپلواکې سرچېنې له‌خوا نه دی تایید شوی؛ خو تر دې وړاندې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ د یو لړ تاوتریخوالي پېښې راپور شوې دي.

طالبانو تل دا ادعا کړې، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د دغې ډلې کسان په نښه کړي او دغه ډله یې ځپلې ده؛ خو بیا هم د داعش له‌خوا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو لړ بریدونو خبرونه خپرېږي او داسې ښکاري، چې لا هم دغه ډله د طالبانو لپاره په یو ستر سرخوږي بدله شوې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button