خلیلزاد: کېدای شي د طالبانو واکمني لنډه وي
خلیلزاد ویلي چې کېدای شي پر افغانستان د طالبانو واکمني زیاته ونه غځېږي
د پرځېدلي جمهوریت ځینو پخوانیو چارواکو او د ټرمپ ادارې نوي احتمالي چارواکو پر همدې تړاو سره لیدلي او د افغانستان پر اوسني وضعیت یې خبرې کړي دي.
زلمی خلیلزاد وايي، چې طالبان به د اوږده وخت لپاره په واک کې پاتې نه شي، خو ټینګار کوي، چې له دې ډلې سره باید تعامل وشي او افغانستان ته شا نه شي.
افغانستان ته شا کول یوه تېروتنه
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د فلوریډا پوهنتون د نړیوال او ملي امنیت موسسې په ناسته کې، چې د افغانستان په تړاو د امریکا د نوي دولت د بهرني سیاست په تړاو جوړه شوې، وویل، چې افغانستان ته شا کول به تېروتنه وي او له طالبانو سره باید تعامل وشي.
په افغانستان کې چې کله طالبان واک ته ورسېدل، نو ددوی په واکمنۍ کې هېڅوک هم نه شته او د هر څه مسئولیت له طالبانو سره دی.
نور ولولئ: د ډونالډ ټرمپ وژونکی افغان او د ایران استخباراتو لخوا ګومارل شوی و
نور ولولئ: طالبان ډونالډ ټرمپ ته؛ د افغانستان بانګ د ۹ میلیارده کانګل شتمني راته ازاد کړئ
طالبان نه غواړي چې په اصطلاح ددوی په حکومت کې دې له جهادي طالب پرته بل څوک ونډه ولري او طالبان دې یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.
خلیلزاد دې ناستې ته وویل، چې د افغانستان مخکیني حکومت « نوی دولت» خوښ نه کړ او طالبانو هم نه غوښتل چې افغانستان په ګډه اداره کړي.
د افغانانو لپاره بین الافغاني خبرې اترې
خلیلزاد وویل، چې د خبرو اترو ډېر وخت ضایع شو او ښايي د افغان اړخونو هدف« ځنډول» وو.
افغانستان کې د امریکا مخکینی استازی وايي، طالبان ښايي د لنډ وخت لپاره په واک کې وي، خو د اوږده وخت لپاره به ځواب ور نه کړ.
هغه پر بین الافغاني خبرو اترو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانان باید یو سیاسي نظام ولري چې د ټولو افغانانو غوښتنو ته ځواب وویلای شي.
خلیلزاد وايي، چې د اشرف غني وتل ددوی لپاره حیرانوونکي ګام و.
هغه وویل چې ټاکل شوې وه د بین الافغاني خبرو اترو په پایله کې یو نوی دولت رامنځته شي او د وزارتونو د وېش په اړه هوکړې ترسره شي، خو د افغانستان دولت سقوط وکړ.
خلیلزاد زیاته کړه، چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سیاسي او امنیتي ځواکونو وتل د امریکایانو لپاره هېښوونکي وو.
خو د افغانستان پخواني چارواکي وايي، د جمهوریت د سقوط چې یو مشروع او قانوني نظام و، اصل لامل یې زلمی خلیلزاد و.