کرېکټ؛ افغانستان ۱۹ کلنو د پاکستان لوبډله ماته کړه
په درې اړخیزه لوبلړۍ کې افغان ۱۹ کلنو ځوانانو په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه
نړیوال کرېکټ پوهان وايي چې د افغانستان کرېکټ په ساري توګه د ودې په حال کې دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د پام وړ پرمختګ کوي.
تازه د افغانستان کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۱۰۰ منډو په توپیر سيال پاکستان مات کړ او بریا یې ترلاسه کړه.
دا لوبه جمعه د لړم پر ۲۵مه په متحده عربي اماراتو کې د «ایسيسي» په اکاډمۍ کې وشوه.
د لوبې د ټاس ګټل
د لوبې ټاس پاکستانۍ ۱۹ کلنې لوبډلې وګاټه او لومړی یې توپاچونه وکړه چې افغان ۱۹ کلنو ځوانانو د فیصلخان ۱۲۳، محوبخان ۵۴، برکت ابراهیمزي ۳۶ او نظیفالله ۳۱ منډو پر مټ سیال پاکستان ۳۰۷ منډې هدف وټاکه.
فیصلخان شینوزاده د ۷ سلیزو، ۶ څلوریزو او ۱۱۳ توپونو پر مټ ۱۲۳ منډې وکړې او لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.
نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول
نور ولولئ: متیو وېډ له نړیوال کرېکټ څخه استعفا وکړه
نور ولولئ: افغان ملي اتلان او بنګله دیش نن برخلیک ټاکونکي لوبه کوي
په توپاچونه کې د پاکستان په ګټه محمد احمد پنځه، علي رضا او عبدالسبحان یوه-یوه وېکټه واخیسته.
د ټاکل شوي هدف په ځواب کې پاکستانې لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره د عثمان ۱۰۲، سعد ۳۶ او شاهزېب ۱۹ منډو پر مټ یوازې ۲۰۶ منډې وکړې او په ستر توپیر بایلونکې شوه.
د پاکستان په مقابل کې د افغان لوبډلې بال
په توپاچونه کې د افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې په ګټه نصیرخان څلور، اللهمحمد غضنفر، نورستاني عمرزي او عزیرالله نیازي دوه-دوه وېکټې واخیستې.
افغان ۱۹ کلنو ځوانانو د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ مزل په ستر بري سره پیل کړ او تر دې مهاله مخکې ده.
د یادونې ده چې د هېواد کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله راتلونکې دوشنبه د روانې لړم میاشت پر ۲۸مه د امارتو لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.
خو پر دې سربېره نړیوال کرېکټ پوهان وايي، چې د افغانستان کرېکټ په بې ساري توګه پرمختګ کوي او افغان لوبغاړي د هرې ورځې په تېرېدو نوي تجربې تر لاسه کوي.
دوی زیاتوي چې ۲۰۲۳ او روان ۲۰۲۴ کال د افغان کرېکټ لوبډلې لپاره د لاسته راوړنو ډک کلونه وو.
په یادو کلونو کې افغان کرېکټ لوبډلې وکولی شول چې له هند پرته نورې مهمې لوبډلې لکه د پاکستان، بنګله دیش، سوت افریقا، سریلنکا، انګلېنډ او نورې لوبډلې ماتې کړي او لوبې ترې وګټي.