Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

حزب الله ډلې تر ټولو سخت ګزار؛ پر اسرائیلو یې ۲۵۰ توغندي وتوغول

نړیوالې رسنۍ وايي، حزب الله دا ځل پر اسرائیلو تر ټولو سخت برید کړی او ۲۵۰ توغندي یې ورباندې توغولي دي

د اوربند د هڅو په درشل کې د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ په اسراییل شاوخوا ۲۵۰ توغندي وتوغول. دا چې په وروستیو میاشتو کې د یادې ډلې تر ټولو لوی برید بلل کېږي، اوه کسان په کې ټپيان شوي دي.

یو شمېر توغندي د اسراییل په مرکز تل ابیب لګېدلي دي.

یاد اوه کسان د تل ابیب په حیفا او بتاح ښارونو کې ټپيان شوي دي.

په وروستي برید کې اسرائیلو ته اوښتی زیان

د اسراییل پوځ ویلي، چې ۲۵۰ توغندي د دې هېواد پر خوا توغول شوي، چې ډېر شمېر یې د دفاعي سیسټم په واسطه له منځه تللي دي.

د راپورونو له مخې، په ټپيانو کې د یو ۶۰ کلن، یو ۲۳ کلن سړي او د یوې ۷۰ کلنې ښځې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

له دې سره، د فلسطین سرې میاشتې بیا په لوېدیځه غاړه کې د هغو دیارلسو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ، چې ویل کېږي د اسراییل د دفاعيي سیسټم له خوا د حزب الله د راکټي بریدونو د شڼډولو پر مهال د یوغندي یوه برخه په تولکرم سیمه کې پر یو کور لګیدلې.

اسراییل د شنبې په ورځ له خبرداري پرته د لبنان مرکز بېروت ښار په نښه کړ.

نور ولولئ: اسرائیل: “لبنان کې مو د حزب الله له ۱۰۰ زیات توغندیز سیسټمونه په نښه کړل”

نور ولولئ: پر لبنان د اسرائیلو سایبري حمله؛ د پېچرونو په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي

د لبنان د عامې روغتیا وزارت د راپورونو پر بنسټ، په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او ۶۷ کسان ټپیان دي.

د حزب الله د قومندانۍ مرکزونه په نښه کول

له دې سره، د یکشنبې په ورځ هم د بېروت په سوېلي برخه کې برید وشو، چې د اسراییل د پوځ په خبره د حزب الله د قومندانۍ مرکزونه یې په نښه کړي دي.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دغه هېواد کې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې څه باندې درې زره او ۷۰۰ کسان وژل شوي او کابو ۱،۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

اخوا د دغو جګړو له پیل راهیسې بیا په اسراییل کې هم کابو ۹۰ پوځيان او ۵۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

پر دې سربېره د اسراییل له شمالي برخو څخه لږ تر لږه ۶۰ زره اسراییلیان بې ځایه شوي هم دي.

که څه هم په دغو جګړو کې لبنان ښکېل نه دی، خو د دغو جګړو پر مهال شاوخوا ۴۰ لبناني ځواکونه هم وژل شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button