Uncategorized

روسیه طالبانو ته؛ افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر ژر پیل کړئ

 د روسیې د ملي امنیت سلاکار طالبانو ته سپارښتنه کړې چې د ملي پلاخینې بهیر پیل کړي

د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو په کابل کې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د افغانانو ترمنځ د پخلاینې بهیر د پیل کېدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، چې روسیه په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره چمتو ده د افغانانو ترمنځ د پخلاینې په بهیر کې مرسته وکړي.

سرګي شویګو چې پخوا د روسیې د دفاع وزیر و، د دوشنبې په ورځ د یوه چګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته لاړ او هلته یې د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د طالبانو دفاع وزير ملا یعقوب او کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني سره جلا جلا ليدنې او خبرې کړې دي.

د رغنده سیاسي خبرو اترو بهیر

د روسیې د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، شویګو له طالب چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، «موږ د افغانانو ترمنځ د پخلاینې د پروسې په شمول، د خپلو هیوادونو ترمنځ د رغنده سیاسي خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره خپل چمتووالی تاییدوو.»

نور ولولئ: د روسیې ولسمشر: “طالبان د تروریزم پرضد مبارزه کې زموږ متحدین دي”

نور ولولئ: کریم خُرم د دوحې ناستې په اړه؛ افغانستان نړۍ ته ارزښت لري

بین الافغاني خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې یوه برخه ده، خو طالبانو د تېر حکومت له مرکچي پلاوي سره له خبرو انکار وکړ.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره افغان جمهوري حکومت نسکور شو او طالبانو په بشپړه توګه واک په لاس کې واخست.

د طالبانو نیولی دریځ

په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو مخالفو سیاسي جریانونو په وار وار له دې ډلې سره پر خبرو او مذاکراتو ټینګار کړی خو طالبانو دا وړاندیزونه رد کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږوال فریدون سینیرلي اوغلو تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې راپور وړاندې کړ.

له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د لارې نقشه او د افغان سیاسيونو د مشارکت لپاره د سیاسي بهیر پیل د دغه راپور د وړاندیز یوه برخه وه.

اوغلو ویلي، چې دا بهیر د حکومت او طالبانو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لامل کېدای شي.

طالبانو د «بین الافغاني خبرو» او په حکومت کې د ګډون لپاره د پخواني حکومت د غړو له راستنیدو سره مخالفت ښودلی دی.

طالب چارواکو ویلي، چې له روسي پلاوي سره یې په لیدنه کې پر اقتصادي همکاریو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button