Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان دویم سمپوزیم

په جرمني کې له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان دویم سمپوزیم جوړ کړ

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) وايي چې د دغه سازمان دویم سپموزیم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو او د جلاوطنه او نړیوالو رسنیو د استازو په حضور کې جوړ شوی و.

دا سمپوزیم چې چهارشنبه د لیندۍ پر ۱۴مه د افغان جلاوطنه رسنیو د وضعیت ارزونې په موخه جوړ شوی و، په افغانستان کې رسنیو او د ازادۍ اوسني ناورین ته د نړیوالې پاملرنې د راکاږلو پر ارزښت، په افغانستان او درېیمو هېوادونو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې پرتو ننګونو او په کور دننه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې رسنیو پر وضعیت پکې خبرې شوې دي.

د بیان ازادۍ او موجودې ننګونې

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان زیاته کړې چې دا سمپوزيم د افغانستان رسنيو او جلاوطنه خبريالانو پر وړاندې د پرتو ننګونو پر څيړلو، د بيان پر ازادۍ د هېواد د اوسنيو شرایطو د‌ اغېز او اطلاعاتو ته پر لاسرسي متمرکز و.

د ناستې ويناوالو د افغان خبريالانو او جلاوطنه رسنيو څخه د ملاتړو شبکو د رامنځته کولو پر ارزښت او د رسنيو، خبريالانو او نړيوالو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

له خبریالانو د ملاتړ سازمان په اعلامیې کې راغلي: «په دې ناسته کې چې د جلاوطنه رسنیو ډېرو استازو پکې برخه اخیستې وه، د جلاوطنه رسنیو د اطلاع رسونې پر څرنګوالي، د جلاوطنه رسنیو پر اخلاقي کوډونو او د دغو رسنیو ترمنځ پر همغږۍ او پیوستون خبرې او بحث شوی دی.»

د نړیوالو پام راجلبول

د اعلامیې له مخې، د سمپوزيم ګډونوالو د دغه سازمان هڅې د جلاوطنو رسنیو تر منځ د پیوستون پیاوړتیا، د بیان ازادۍ او معلوماتو د ازادۍ وضعیت د ښه‌والي او د خبریالانو، د بیان ازادۍ او د هیواد نازک وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره مهمې بللې دي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته لسګونو خبریالانو او د رسنیو مسوولانو د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې هېواد پرېښود.

پر دې سربېره باید یاده شي چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت په ډېر سخت حالت کې دی او هره ورځ دغه رسنۍ د اوسني رژیم له خوا ګواښل کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button