Uncategorized

رینا امیري: د قطر له چارواکو سره مو د افغان نجونو پر زده کړو خبرې وکړې

رینا امیري ویلي، د قطر له چارواکو سره یې د افغان نجونو د زده کړو او ا افغانستان د ټیکاو په اړه خبرې کړي دي

رینا امیري داسې مهال له قطري چارواکو سره ګوري چې طالبانو تازه پر افغان ښځو د طبي زده کړو دروازې هم وتړلې او په افغانستان کې ښځې له هر ډول زده کړو او کار منع کړل شوې.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د دوحې فورم د ۲۲مې ناستې په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب او د دغه هېواد د پوهنې وزیرې لولو الخاطر سره وکتل.

د قطر او امریکا تر منځ نږدې اړیکې

رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې اړیکو او د هغوی د ملاتړ او پراختیا پر لارو چارو او دارنګه په افغانستان کې د ټیکاو د ټینګښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې او زده کړې د ټولو لپاره په نوم قطري بنسټ چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې په افغانستان کې د هغو ماشومانو، نجونو او ځوانانو د زده کړې د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیونو یو تړون لاسلیک کړ چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې دي.

نور ولولئ: د امریکا او تاجکستان نوي پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

نور ولولئ: رینا امیري: طالبانو ته زموږ صبر نور پای ته رسېږي

دغو دوو بنسټونو د څه باندې سل زره هغو ماشومانو د ثبتولو لپاره چې له درسونو څخه پاتې شوي، په مساوي توګه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او نږدې دوه زره ځوانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي دي.

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو خبرې

ورته مهال په یوې بلې جلا ناسته کې اغلې امیري د قطر د پوهنې وزیرې سره د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان په ښوونیزو برخو کې د ګډو همکاریو پر اړخونو او په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړو او د هغوی له حقونو د ملاتړ او ودې پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

دا خبرې داسې مهال کېږي او د افغانستان پوهنې لپاره ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړې کېږي چې طالبانو د نجونو پر مخ د طبي زده کړو انسټیټیوټونه، د نیمه زده کړو او قابلګۍ روزنیز مرکزونه هم وتړل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button