امیري: د طالبانو ناسم سیاستونو د افغانانو دردونه لا ژور کړي

رینا امیري وايي، د طالبانو ناسمو سیاستونو د افغانانو دردونه لا ژور کړي دي
د افغانستان لپاره دغه امریکايي استازي وايي، طالبان توپیري چلند کوي او دغه چلند نور ورو، ورو له تحمل یا زغم وځي.
پر دې سربېره، نوموړې زیاته کړه چې د طالبانو کړنو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو امکان هم له منځه وړی دی.
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د سې شنبې په ورځ وویل، د طالبانو توپیري چلند د افغان ولس په تېره بیا د مېرمنو کړاوونه زیات کړي دي.
په افغانستان کې سوله او ټیکاو
هغه وایي، دغه کړه وړه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو بهیر ټکنی کوي او یا یې هم له منځه وړي.
مېرمن امیري د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په پار په افغانستان کې د بشري حقونو پر ارزښت ټینګار وکړ او هغه یې د دغه هېواد د روان کړکېچ په هواري کې ګټور وباله.
نور ولولئ: د امریکا او تاجکستان نوي پرېکړې ته د طالبانو غبرګون
نور ولولئ: رینا امیري: طالبانو ته زموږ صبر نور پای ته رسېږي
هغې وویل: «په تېرو څلورو لسیزو کې جنګ جګړو د افغانستان د مېلیونونو خلکو بشري حقونه تروړلي دي.»
د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړه: «د طالبانو لهخوا د مېرمنو او نجونو د جنسیتي ځورولو او د مذهبي لږکیو او نورو قومونو د وګړو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د ځپلو له امله د افغانستان د خلکو رنځونه لا پسې ډېر کړي دي.»
د ښځو او نجونو حقونه پیمالول
طالبانو د خلکو په تېره بیا د نجونو او مېرمنو ټول حقونه ترې اخیستي او د هغوی د کار او زدهکړو ازادي یې ترې اخیستې ده.
د دغو ځپلو له امله، یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو د افغانستان دوسیه د هاګ محکمې ته سپارلې، چې له امله یې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړل شي.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې ویلي، چې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په لار کې هیڅ ډول فشار ته نه تسلیمیږي.
هغه دا رنګه ویلي، چې له نړۍوالو سره د تعامل په کار کې اسلامي شریعت تر ټولو غوره لاره ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو وروستۍ دروازې هم وتړلې او په دې سره یې د ښځو برخه له هر ډول زده کړو محرومه کړه او ښځې اوس په ټولنه کې هېڅ ډول حقوق نه شي تر لاسه کولی.