اقتصاد او سوداګري

د ۱۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید پروژې تړون لاسلیک شو

طالبان وايي، دغه تړون له افغان ساکو شرکت سره لاسلیک شوی چې ۱۴۵ میلیون ډالره ارزښت لري

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې له «ساکو افغان» شرکت سره یې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید پروژې تړون لاسلیک کړی دی.

د افغانستان رسنيو مرکز سه‌شنبه د مرغومې پر ۴مه راپور ورکړی چې دا تړون د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست هدايت‌الله بدري او د «افغان ساکو» شرکت مشر وو زيدان ترمنځ لاسليک شوی دی.

د لوګر په المتور سیمه کې

د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ، دا پروژه به د لوګر ولایت په التمور سیمه کې پلې کېږي او هره ورځ به دوه زره او ۵۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي.

طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه تړون موده ۳۰ کاله ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د دې پروژې له لارې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

دغه وزارت همداراز زیاته کړې چې تر اوسه یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید څلور لویې پروژې لاسلیک کړي دي.

نور ولولئ: سرپل کې له نوي څاه د تېلو استخراج او د ګازو نل‌لیکې د پروژې پیل

نور ولولئ:  اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

طالبانو ادعا کړې چې د دې پروژو له لارې به د سمنټو په تولید سره افغانستان د بهرنیو سمنټو وارداتو ته اړتیا ونه لري.

پر ۴ زره جریبه ځمکه د ښارګوټو جوړول

د شبرغان ښاروالۍ مسوولین په نږدې راتلونکې کې د قوش تیپې کانال ته څېرمه پر څلور زره جریبه ځمکه د دوو ښارګوټو له جوړولو خبر ورکوي.

د شبرغان ښاروال وايي: «دغه ښارګوټي به په ټولیز ډول د ۴ زره جریبه ځمکې په مساحت کې جوړ شي او بشپړ امکانات او بنسټیزې اسانتیاوې به ولري. هغه ښارګوټی چې د قرقین او خماب ولسوالیو ترمنځ جوړېږي، ۲ زره جریبه مساحت لري او د قوش‌تېپې کانال ته نږدې موقعیت لري. له منظورۍ  وروسته به دغه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

د جوزجان اوسېدونکي ددغو دوو ښارګوټو جوړېدل د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزناک ګڼي او د لازیاتو پروژو پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د جوزجان اوسېدونکی، جاوید په دې اړه وايي: «موږ د دې پروژو سل په سلو کې ملاتړ کوو. دغه طرحې نه یوازې د جوزجان د پرمختګ لامل کېږي، بلکې د هېواد په پراختیا کې هم مرسته کوي او زموږ خلک هڅوي چې په خپل هېواد کې دننه کار او فعالیت وکړي.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکی، ګل محمد هم په دې اړه وايي: «د قوش‌تیپې کانال ترڅنګ د دې دوو ښارګوټو جوړول یو عالي ګام دی چې د ولایت د پرمختګ او ځوانانو لپاره د کار موندنې فرصتونه رامنځته کوي.»

دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جوزجان ولایت اوسېدونکو په ځلونو له مسوولینو د سترو او کوچنیو پروژو پلي کېدو غوښتنه کړې وه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button