Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

د جرمني صدراعظمۍ ته نوماند: افغانستان او سوریې ته خلک اخراجولی شو

د جرمني د صدراعظمۍ مخکښ نوماند ویلي چې افغانستان او سوریې ته خلک اخراجولای شي

د مسیحي ډیموکراټ اتحادیې د صدراعظمۍ نوماند فریدریښ مېرڅ د جرمني د پناه غوښتنې او کډوالۍ سیاست کې پراخ اصلاحات غواړي او د مجرمانو پر وړاندې د سختو تدابیرو ملاتړ کوي. مېرڅ افغانستان او سوریې ته د مجرمانو د بېرته استولو ملاتړ کوي.

مېرڅ وویل، « د بشارالاسد له پرځېدو وروسته دا هېواد لا هم ډېر بې ثباته دی، موږ په دې پوهیږو، خو موږ په ګوند [سي ډي یو] کې اوږده موده کیږي په دې باور یو چې اساسا موږ [مجرم کسان ] افغانستان او سوریې ته اخراجولای شو. موږ به دا ترسره کړو».

مېرڅ همدا راز له سوریې د نويو راغلو کډوالو

په اړه د سختې څارنې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د اسد د ملېشو غړي باید په جرمني کې ځای ونه ولري. مېرڅ وویل، « زه په هیڅ صورت نه غواړم چې د اسد د ملېشو غړي چې په سوریه کې یې وحشیانه جنایتونه کړي، دلته په جرمني کې وي». هغه وویل چې دغه کسان باید په سرحدونو کې ژر تر ژره رد شي.

نور ولولئ: لوفت‌هانزا د جرمني حکومت ته د افغانانو د تخلیې لګښتونو څو میلیوني یورو بېل استولی

نور ولولئ: طالبان جرمني ته؛ د افغان ډیپلوماټانو مصونیت لغوه کړئ

هغه د اروپا له ټولو هیوادونو سره د همغږۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، «اروپايي اتحادیه او جرمنی به د اسد وفاداران نه مني».

میرڅ د ډي پي اې د دې پوښتنې په ځواب کې

چې ایا د اتحادیې د پارلماني رییس، تورسټن فري (CDU) وړاندیز چې د فردي پناه غوښتنې حق لغو شي، وویل، « د جرمني د پناه غوښتنې قانون په حقیقت کې اوس دپناه غوښتنې په روانو قضیو کې کم رول لوبوي». هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې څو سوریایانو او افغانانو ته د جرمني د اساسي قانون ۱۶مې مادې له مخې پناه ورکړل شوه.

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ، چې د اروپايي قوانینو لاندې پناه غوښتنې باید په اصل کې په نورو اروپايي هېوادونو کې پروسس شي نه په جرمني کې.

میرڅ د پولنډ او اتریش په څېر داروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو په اړه نیوکه وکړه چې کډوال یوازې جرمني ته لیږوي. هغه وویل، « دا نه شي کیدای چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه یوازې کډوال جرمني ته واستوي او ووایي بښنه غواړو، سیسټم نور کار نه کوي، جرمني ته لاړ شئ».

هغه ټینګار وکړ چې جرمنی د اروپایي حل لارو لپاره هڅه کوي خو که دغه حل لارې نه وي نو د ردولو حق هم لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button