Uncategorized

پر امریکا د صالح تور؛ “د طالبانو د رژیم مالي ملاتړ کوي”

امرالله صالح پر امریکا له طالبانو سره د مالي ملاتړ په اړه جدي تورونه پورې کړل

امرالله صالح د افغانستان د پخواني جمهوري دولت لومړی مرستیال او بانفوذه سیاستوال پر سپینه ماڼۍ نیوکې کړې چې ګواکي د طالبانو له رژیم سره مالي مرستې کوي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح د «مرغومې ۱۴مه» په خپله ایکس پاڼه د امریکا پر حکومت جدي تورونه پورې کړي دي.

نوموړي ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې، امریکا هره اوونۍ یاهرې لس ورځې وروسته د طالبانو حکومت ته د ۴۰ میلیونه څخه تر ۸۰میلیونه ډالرو پورې مرسته کړې ده.

د پایدونکې ټیکاو له لارې مرستې

سربېره پر دې، په ۲۰۲۴ کال کې امریکا د «پایدونکي ټیکاو» په نوم د یو پروګرام له لارې ۴۴۶میلیونه ډالر نور هم طالبانو ته ځانګړي کړي دي. صالح ټینګار کوي چې دغه پروګرام او ورسره تړلي بودجې مشکوکې دي او د افغانستان د خلکو لپاره هېڅ ګټه نه لري.

نوموړي دغه مرستې د ترهګرۍ لپاره غیر مستقیم ملاتړ بللی او د دغه بهیر د ژر بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

نور ولولئ: محسن داوړ د پاکستانیو پولیسو په ډزو ژوبل شوی

نور ولولئ: پر ګیله من وزیر برید ته د افغان ولسمشرانو او سیاسیونو غبرګونونه

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

ښاغلي صالح زیاته کړې چې په دې تړاو باید څېړنې وشي، او د ترهګرۍ د قربانیانو د ملاتړ په موخه غوره چارې ترسره شي.

په دې اړه نوې اندېښنې او غبرګونونه

د امرالله صالح دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې په امریکا کې د مالیه ورکوونکو پیسو د لګښت په اړه اندېښنې لا ډېرې شوې دي. ډېری امریکايي منتقدین له اوږدې مودې راهیسې د دغو مرستو د شفافیت او اغېزمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کوي.

په دې اړه د رسمي راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکاهمکارو سازمانونو لږ تر لږه ۱۱ میلیونه ډالر د مالیاتو او مستقیمولګښتونو په بڼه طالبانو ته ورکړي دي. دغې موضوع اندېښنې لا زیاتې کړې، چې طالبان ښايي له دغو مرستو ناوړه ګټه پورته کړي او د دغو مرستو مدیریت تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه نیوکې په ځانګړې توګه په داسې وخت کې زیاتې شوې دي چې امریکا د کورنیو اقتصادي ستونزو، لکه لوړ نرخونه د پیسو پړسوب (انفلاسیون)، ستر پورونه، او د عامه خدمتونو لپاره د بودجې له کمښت سره مخامخ شوې ده. ځینې امریکايي سیاستوال او کارپوهان باور لري چې د مالیه ورکوونکو پیسې باید هغو ډلو ته ور نه کړل شي چې د بشري حقونو په سرغړونو یاله ترهګرۍ سره په اړیکو تورن دي.

د یادونې وړ ده چې امرالله صالح د طالبانو له سرسخته مخالفانو ګڼ کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button