ځایی

غزني کې د کارولا د ټکر له امله ۵ تنه مړه شوي

غزني کې یوې کارولا موټر د ټکر له امله ۵ تنه مړه شوي دي

اړوند مطالب:

د کابل-کندهار لویې لارې ترافیکي پېښو کې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

تخار: په ترافیکي پیښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي

د غزني ولایت مرکز ته څېرمه د کابل-کندهار پر لویه لار د دوو موټرو د ټکر په ترڅ کې پنځه کسان مړه شوي دي.

د غزني لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر پنج‌شنبه د مرغومې پر ۲۰مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د غزني ولایت د اب‌بند ولسوالۍ په «سپین‌بند» سیمه کې د چټک‌مزلي او باروړونکي موټرو د ټکر په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مړي د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې ترافیکي پېښې لامل د موټروانانو بې‌احتیاطي او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه ښودل شوی ده.

په دې وروستیو کې د کابل-کندهار پر لویه لار ترافیکي پیښې ډېرې شوې دي.

د سړکونو خرابوالی، د موټروانانو بې‌احتیاطي او ترافیکي قوانینو ته نه‌پاملرنه بیا په افغانستان کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button