سیمه ییز خبرونه

ستانکزی: موږ داسې ثبوتونه دي چې پاکستان کې د داعش روزنیز مرکزونه ثابتوي

عباس ستانکزی وايي ثبوتونه راسره شته چې داعش په پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري

اړوند مطالب: 

عباس ستانکزی ازادې رسنۍ غواړي، خو بله ډله طالبان ورباندې محدودیت وضع کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي پورې له تړلې اېکس پاڼې لیکلي‌ چې په پاکستان کې د داعش ترهګرې ډلې د مرکزونو په تړاو ورسره ثبتونه شته او د دغه هېواد پوځ ورته روزنه ورکوي.

ستانکزي ویلي چې د پاکستان د پوځ له لوري داعش ته وسلې ورکول کېږي او بیا یې افغانستان ته د بریدونو په موخه استوي. هغه زیاته کړې چې طالبانو په دې تړاو څو ځله پاکستان ته خبرداری هم ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په خبره، له دوی سره په زندانونو کې شته داعشیانو اعتراف کړی چې په پاکستان کې روزل شوي او ترې په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې هم دا خبره ثابته شوې ده.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخا متقي هم ورته څرګندونې کړې وې؛ خو بیا د پاکستاني چارواکو له لوري په توند غبرګون سره رد شوې وې.

داعش په خپل وروستي ځانمرګي برید کې د لس تنو نورو په ګډون د طالبانو د حقاني شبکې جګپوړی غړی او د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وواژه. داعش ډله د طالبانو لپاره په یو لوی سرخوږی بدله شوې چې د پخواني جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته یې یو شمېر طالب پلوي دیني عالمان هم وژلي دي.

د طالبانو تر واکمنۍ دمخه د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې درنې نښتې کیدې چې له هماغې راهیسې دواړه ډلې یو بل سره ښکر په ښکر دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button