هنر او ادب

د هندي سینما مشهور اداکار «سیب علي خان» غلو زخمی کړی

اړوند مطالب:

په نیټ‌فلیکس کې د ۲۰۲۳ کال ډېر کتل شوي هندي فلمونه

پر نټفلیکس د مازکر له ناول جوړ شوی سریال

هندۍ رسنیو ویلي، د دغه هېواد د سینما ستوري «سیف علي خان» غلو په خپل کور په چاقو وهل شوی او ټپي دی.

هندي رسنیو تېره ورځ(چهارشنبه، د مرغومي ۲۶مه) ویلي، چې یو غل د سیف علي خان د کور ته ننوتی و، د هغه ساتونکي‌ ورسره لاس او ګریوان شوی، خو کله چې سیف علي خان مداخله کړې، غل پرې د چاقو ګوزارونه کړي او شپږ ځایه یې ژوبل کړی دی.

پولیس د دې پېښې په اړه زیاتوي، چې د سیف دوه زخمونه ژور دي او یو ټپ یې د ملا تېر ته نژدی او ګواښوونکی دی. د ممبۍ پولیس وایي چې بریدګر تښتېدلی دی.

سیف د هند «ممباۍ د لیلاوتي» په روغتون کې بستر دی او د یاد روغتون یو ډاکټر ویلي‌، «سیف علي خان تر جراحي عملیاتو لاندې دی او له عملیاتو وروسته به یې د ټپونو حالت معلوم شي.»

باید وویل شي چې په دغه برید کې د سیف علي خان مېرمنې او د هند نامتو اداکارې «کرینا کپور» او دوو زامنو ته یې کوم زیان رسېدلی نه دی.

د یادولو ده چې د هند نورو سینمايي ستوریو او د سیف علي خان مینه‌والو په دې پېښې خواشیني‌ ښودلې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button