کورني خبرونه

یوازې په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۷۰۰ کسان مړه او ژوبل دي

اړوند مطالب:

تخار: په ترافیکي پیښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي

افغانستان کې، تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲ سوه کسان ترافیکي پېښو کې مړه شوي

د کابل-کندهار لویې لارې ترافیکي پېښو کې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د طالبانو د حکومت د ترافیکو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو لسو میاشتو کې د هېواد پر لویو لارو کابو ۴ زره ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د یادو پېښو له امله شاوخوا ۲۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ترافیکي پېښو مخنیوي لپاره د طالبانو د ټرانسپورټ، ټولګټو او عامې روغتیا وزارتونو لخوا ۱۲ ماده یي اصولنامه نهايي شوې او د طالبانو حکومت د مشرتابه لخوا منظور شوې ده.

دوی وایي د یادې اصولنامې عملي کېدو سره به د ترافیکي پېښو په شمېره کې ډېر کموالی راشي.

د یادونې ده چې په یاد شمیر ترافیکي پیښو کې تر ټولو ستره پېښه یې کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د کندهار ـ کابل پر لویه لار په غزني کې د مسافر وړونکي بس او ټانکر ترمنځ پېښه وه، چې پکې تر ۱۰۰ زیات کسان مړه او ژوبل شول.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تر جګړې وروسته یې خلک ډېر د ترافیکي پېښو قربانیان دي.

د نظر خاوندان د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو نه عملي کول او د حاکمو نظامونو له خوا په دې برخه کې بې پروایي د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل بولي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button