افغانستان

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره؛ په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل دی

اړوند خبرونه:

د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت

د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه

په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست په ۲۹ ولایتونو کې نن (شنبه) د سختو بارانونو، واورو او سېلونو وړاندوینه کړې ده.

دغه ریاست پرون (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سبا (شنبه) په ځینو ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلونو او طوفانونو امکان شته.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، او لغمان ولایتونه به د سختو بارانونو او سېلونو شاهد وي.

په یادو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي‌متره او د واورو اندازه له ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي‌متره پورې اټکل شوې ده.

پر دې سربېره دغه ریاست د سالنګونو په شمول په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو خبر هم ورکړی دی، او ویلي چې د دې بادونو سرعت به په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۱۰ کیلومتره پورې وي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button