Uncategorized

سعودي عربستان په امریکا کې د سوداګریزې پانګونې لپاره ۶۰۰ میلیارد ډالر ځانګړي کړل

اړوند خبرونه:

د متحده عربي اماراتو اقتصاد به ۵ سلنه وده وکړي

ایران او متحده عربي اماراتو د جامع اقتصادي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

متحده عربي امارات او بشري مرستې

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې اعلان وکړ، چې ریاض موخه لري څو له امریکا سره د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ۶۰۰ میلیارد ډالره ځانګړې کړي.

د سعودي عربستان د رسنیو د راپورونو له مخې، دا سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر بېرته ستنېدو وروسته له یوه بهرني چارواکي سره د هغه لومړنۍ ټلیفوني خبرې دي.

په راپورونو کې د محمد بن سلمان له قوله ویل شوي، چې د ټرمپ د ادارې د اټکل شوي اصلاحات کېدای شي، چې د يو بې‌ساري اقتصادي پرمختګ لامل شي.

دا چې د سعودي عربستان دغه پانګونې به دولتي او که خصوصي وي، څه نه دي ویل شوي.

د سعودي عربستان ولیعهد ویلي، چې نورو ښو فرصتونو ته په کتو سره به ریاض له واشنګټن سره په سوداګرۍ او پانګونه کې زیاتوالی راولي.

د یادولو ده، چې دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته وویل، چې د نوي حکومت لومړنی بهرنی سفر به یې سعودي عربستان ته وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button