سیمه

عراقچي: کابل ته زما سفر بریالی و

اړوند خبرونه: 

متقي له عراقچي سره په لیدنه کې؛ د کابل او تهران تر منځ د اوبو مسئله هېڅ خنډ نه ده

د ایران ولسمشر: له افغانستانه د اوبو د حق د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوو

طالبانو په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره لیدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د کابل سفر “ګټور” وباله او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د کلیدي اندېښنو د حل په لور مهم ګامونه پورته شوي دي.

عراقچي د یکشنبې په ورځ د خپل هیواد له لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي سره کابل ته په یو ورځیني سفر لاړ.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دې سفر موخه د ایران او افغانستان ترمنځ د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې کول و، چې په ځانګړې ډول یې په سیمه‌ییز امنیت، د اوبو پر حقونو، کډوالۍ، او اقتصادي همکارۍ باندې تمرکز درلود.

عراقچي په کابل کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر سره له خبرو مخکې د طالبانو له ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل. په دې ناسته کې ملا حسن اخوند عراقچي ته ښه راغلاست ووایه او د ایران او افغانستان ترمنځ د اوږدمهاله ورورولۍ او دوستانه اړیکو اهمیت یې په ګوته کړ. هغه په دواړو هېوادونو کې د فرهنګي، مذهبي او جغرافیایي تړاوونو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید ټولې موجودې سرچینې او ظرفیتونه د دې اړیکو د لا ژورتیا لپاره وکارول شي.

د تهران ټایمز د راپور پر اساس، ملا حسن اخوند د افغان کډوالو په کوربه‌توب کې د ایران د رول ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د ایران هڅې وستایلې، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره چې قانوني اسناد نه لري. هغه وویل چې دا موضوع د افغانستان لپاره لومړیتوب لري.

د راپور له مخې، د عراقچي او ملاحسن اخوند ناسته د اوبو د سرچینو پر حیاتي مسلې باندې متمرکزه وه. اخوند ټینګار وکړ چې افغانستان له هلمند سیند څخه ایران ته د اوبو د حقونو په ورکړه کې ژمن دی او دا یوه مذهبي، اخلاقي او بشري دنده بولي. هغه وویل چې حتی د رسمي تړون په نشتوالي کې، افغانستان د ایران د اوبو حق ساتلو ته ژمن دی او د دې د سپارلو لپاره هېڅ خنډ نشته.

امنیت د ګډې همکارۍ لپاره اړتیا

د دوی په خبرو کې د ګډو پولو امنیت د بحث یوه مهمه برخه وه. اخوند یادونه وکړه چې دواړه هېوادونه باید د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې په ګډه کار وکړي. هغه د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د امنیتي ننګونو په وړاندې د همکارۍ د زیاتولو وړاندیز وکړ.

عراقچي د ایران د حکومت ژمنتیا څرګنده کړه چې له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړي.

عراقچي د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او فرهنګي تبادلې په برخو کې د همکارۍ د پراختیا لپاره د ایران چمتووالی څرګند کړ.

له تاریخي او فرهنګي اړیکو څخه ګټه اخیستل

وروسته، عراقچي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییزو پرمختګونو پر اغېزو خبرې وشوې.

عراقچي د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور فرهنګي او تاریخي تړاوونه یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې باید له دې ګډو بنسټونو څخه د دواړو خواوو د ګټې لپاره کار واخیستل شي. متقي د افغان کډوالو په کوربه‌توب کې د ایران ملاتړ وستایه او څرګنده یې کړه چې د طالبانو حکومت ته د دې کډوالو بېرته راستنول لومړیتوب لري.

د دفاع او امنیتي همکاریو پیاوړتیا

په یوه بله مهمه برخه کې، عراقچي د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره وکتل. په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکارۍ پر پیاوړتیا بحث وشو.

مجاهد وویل چې افغانستان د ګډو پولو امنیت ته ژمن دی او د ترهګرۍ او سرحدي جرایمو په وړاندې د ګډو هڅو د زیاتولو غوښتنه یې وکړه.

ډیپلوماتیکې همکارۍ ته اړتیا

عراقچي د خپل سفر په پای کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د راتلونکي په اړه هیله څرګنده کړه. هغه وویل چې باید مهم موضوعات لکه د اوبو حقوق، د پولو امنیت او کډوالي په رغنده ډول حل شي ترڅو کړکېچونه راکم او یوه پیاوړې، باثباته همکاري رامنځته شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button