د پاکستاني ریاست له زندانونو ۷ افغان بندیان ازاد شول
اړند خبرونه:
جرمني وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ډېر خراب شوی
اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي
منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له زندانونو ۷ نور افغان کډوال راخوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت نن (چهارشنبې، د دلوې لسمه) په ننګرهار کې د تورخم سرحدي امریت په حواله لیکلي چې دا کسان له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته تللي وو او هلته د پولیسو لخوا نیول شوي وو.
د تورخم د سرحدي امریت د مسوولینو په وینا، چې دا کسان په پاکستان کې له څلورو میاشتو تر څلورو کلونو پورې بندیان شوي وو.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې سلګونه افغان کډوال د «قانوني اسنادو» د نه لرلو له امله نیول شوي او د یو شمېر د بېرته خوشې کېدو راپورونه یې ورکړل شوي وو.
بلخوا پاکستاني چارواکو بار بار ټینګار کړی چې ټول هغه کډوال به وباسي چې قانوني اسناد نه لري.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کې لږ تر لږه ۱،۴ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته لېږل شوي دي.
ملګرو ملتونو تازه له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر جبري ایستل کېدو اندېښنه ښودلې او په وینا یې چې په وروستۍ کې دا لړۍ خورا چټکه شوې ده.