د پاکستاني ریاست له زندانونو د ۶۰ افغان بندیانو خوشي کېدل
اړند خبرونه:
جرمني وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ډېر خراب شوی
اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي
منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو
په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې ۶۰ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
په ننګرهار کې طالبانو تایید کړه چې دا کسان پنجنشنبه د سلواغې پر ۱۱مه، د تورخم له لارې هېواد ته راغلي دي.
په تورخم کې د کډوالو د لېږدولو لپاره د طالبانو مسوول بخت جمال ګوهر ویلي چې هغه افغانان چې هېواد ته راستنیږي له قانوني اسنادو سره سره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي او له دوو تر ۲۷ ورځو پورې بندیان وو.
د هغه په وينا، دغه کسان د کابل، ننګرهار، پکتيا، لغمان، کونړ، هرات، پروان او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي دي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پولیسو له څو اونیو راهیسې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر یو ځل بیا پیل کړی دی.
په پاکستان کې د افغان کډوالو له ډلې ځینو سرچینو ویلي چې د دغه هېواد پولیسو په ځینو مواردو کې هغه افغانان هم اېستلي دي چې د استوګنې قانوني اسناد یې لرل.