اقتصاد او سوداګري

امریکايي سناتور: امریکا د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته ۳.۳ میلیارد ډالر استولي

اړوند خبرونه:

د ټرمپ د حکومت لخوا امریکا ته ۱۶۶۰ کډوالو د الوتنې لغوه کول

امریکا د افغانستان په ګډون نړیوالې مرستې درولي دي

امریکايي سناتور «رنډ پاول» ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو واک ته رسېدو وروسته واشنګټن دغه هېواد ته ۳.۳ میلیارده ډالر لېږلي دي.

دغه جمهوري غوښتونکي سناتور ویلي چې د یادو مرستو د مخنیوي لپاره یې څو ځله هڅه وکړه، خو په سنا مجلس کې د دیموکراتانو غړو له مخالفت سره مخامخ شو.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو سره سم ځینې فرمانونه لاسلیک کړل او اکثره بهرنۍ مرستې یې لغوه کړې.

ټرمپ د تحلیف له مراسمو یوه ورځ مخکې د کانګرس په کاپیټال تالار کې وویل، میلیاردونه ډالر چې د امریکا پر پوځ به لګېدل، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته لېږل شوي دي او له دې وروسته به دا کار تکرار نه شي.

هغه دارنګه ویلي وو چې طالبان په افغانستان کې د امریکا نظامي تجهیزات او وسایط ور ونه سپاري، مرستې به تر لاسه نه کړي.

افغانستان کې د امریکا د مرستو قطع کېدو د بشري وضعیت د لا بحراني کېدو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button