د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه
اړوند خبرونه:
م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني
افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی
توماس: افغانستان کې زدهکړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته
د پاکستان بدنامه استخباراتي شبکه ای ایس ای هڅه کوي چې د طالبانو پرضد نوي جبهه کې پخواني افغان سیاستوال راټول کړي، خو زلمي خلیلزاد له دغه سیاستوالو غوښتي چې ورسره یو ځای نه شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد د (مرغومې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه د پخواني جمهوري نظام د یو شمېر سیاستوالو او د پاکستان د څارګرې شبکې ای اېس ای ترمنځ پر ناستې اندېښنه ښوولې او دا یې یوه بده نښه بللې ده.
هغه ویلي، چې پاکستان غواړي په ترکیه کې د مېشتو افغان سیاستوالو سره په ناستو ولاړو د ځان په ګټه تبلیغات وکړي.
خلیلزاد ټینګار کړی، سره له دې چې افغان سیاستوال په ترکیه کې ارام ژوند لري؛ اسلام اباد غواړي د دغه ډول غونډو پر سر د تبلیغاتو له لارې غربت ځپلي افغانان جذب کړي او په افغانستان کې ترې د تاوتریخوالي لپاره کار واخلي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سولې دغه استازي زیاته کړې، چې په ترکیه کې مېشت افغان سیاستوال د پاکستان پر استخباراتي لوبو تر هر چا ښه خبر دي او هیله یې څرګنده کړې چې د ای اېس ای د لوبو وسیلې ونه ګرځېږي.
د زلمي خلیلزاد په وینا، ښایي د پاکستان څارګره شبکه له دغو سیاستوالو سره ناستو او جذب کېدونکو افغانانو ته پر طالبانو د فشار د یوې وسیلې په توګه وګوري؛ تر څو له طالبانو امتیازات ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې، چې د پخوانیو تجربو له مخې ثابته شوې چې «ای اېس ای» د خپلو موخو تر لاسه کولو وروسته بیا خلکو له دوی سره په اړیکه کې سیاستوالو ته شا کړې ده.