Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

په کابل کې د یوناما له استازي سره د ملا برادر لیدنه

اړوند خبرونه: 

ذبیح الله مجاهد: پکتيکا کې د پاکستان بمبارۍ ۴۶ کسان وژلي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي

پر پکتیکا او خوست د پاکستان هوايي بریدونه؛ د وژل شوو ۱۸ ته ورسېده

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له مرستیال ایندریکا راتوات سره لیدلي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن (سه‌شنبه، د سلواغې ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا برادر په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو افغانانو ته د یوناما له لوري د رسول شوو مرستو څخه مننه کړې او له دې بنسټ یې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري مرستو په وېش کې شفافیت رامنځ‌ته کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ملابرارد پر یوناما ټینګار کړی څو خپلې مرستې پراختیايي برخو ته واړوي، دهغه په خبره، په دې کار سره به له یوې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او بلخوا ورته د ژوند په مهمو برخو کې اسانتیاوې رامنځ‌ته شي.

سرچینې ویلي، ددې لیدنې پر مهال د یوناما مرستیال ټینګار کړی چې دوی له اسلامي امارت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو پراختیايي او بشري مرستو، راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د وړو پورونو له لارې په کلیوالي سیمو کې د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کولو او همداراز افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل معیشت وړاندې کولو په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ایندریکا راتوات زیاته کړې، د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشي، کوچني بندونه به جوړ او کاریزونه به پاک کړي او همدارنګه به نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو، صنعتي تولیداتو او لاسي صنایعو د رسېدو په برخه کې هم د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

د یوناما د مرستیال دا لیدنه داسې مهال ده چې تېره ورځ کابل کې د یوناما په دفتر کې د ډزو په پایله کې یو تن مړ او یو بل ټپي شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خامه‌پرېس ته په رالیږل شوي پیغام کې ویلي، چې په دې پېښه کې د یوناما کارکونکی برسېرن ټپی شوی او د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button