کورني خبرونه

د سالنګ لویه لار د درنې واورې اورېدو له کبله تړل شوې

اړوند خبرونه: 

د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت

د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه

په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

د افغانستان شمال او شمال ختيځو ولايتونو ته له پلازمېنې کابل غځېدلې لار په سالنګونو کې د ډېرې وارې ورېدو او توپان له کبله تېره شپه تړل شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس پر ټولنيزه رسنۍ اېکس ليکلي چې د سالنګونو لويه لار د واروې ورښت، توپان، د ليد ساحې د محدويت او د انساني او مالي زیان د مخنيوي په موخه تر بلې خبرتيا پورې تړل شوې ده.

محمد اشرف حق شناس ليکلي چې دا لاره په لنډمهالي توګه د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې ده.

نوموړي وايي، “د سالنګونو د ساتنې رياست کارکوونکي هڅه کوي چې د هوا په ښه کېدو سره دغه لویه لار بېرته پرانيزي.”

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت پر خلکو غږ کړی چې تر بلې خبرتیا پر دې لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د سالنګونو لويه لار په داسې حال کې تړل شوې چې د هوا پېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون په يو شمېر سیمو کې د ورښتو اټکل کړی دی.

پر سالنګونو ورغلې لار پلازمېنه کابل له ۱۳ ولایتونو سره نښلوي او د سوداګرۍ لپاره هم ځکه مهمه بلل کېږي چې له منځنۍ اسیا سره ځمکنۍ سوداګري پر همدغه لاره ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button