د طالبانو ضد څېرې د اتریش پلازمېنه ویانا کې ۵مه غونډه کوي
![afghan 2025 02 13t064012.265](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-13T064012.265-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
د طالبانو رژیم په یوه اعلامیه کې ویلي، علماءکرام د هغو مسائلو چې اختلافي وي، منع دي
د عبدالعلي مزاري د څلور لارې ویجاړولو ته د رحمت الله نبیل او احمد مسعود غبرګون
د طالبانو یو شمېر ضد څېرې راتلونکې اوونۍ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې سره راټولېږي او د طالبانو پرضد ناسته کوي.
دا به د طالبانو د مخالفانو د ویانا د پروسې پنځمه غونډه وي چې د لوېدیځوالو په مالي ملاتړ د اتریش په پلازمېنه کې رایوځای کېږي.
دا دوه ورځینۍ غونډه د فبرورۍ په ۱۸-۱۹ جوړېږي.
د غونډې برخوال او تنظیموونکي وايي چې دا ځل به په دې کنفرانس کې د۵۰ افغان ډلو استازي او ۱۰۰ مطرح شخصیتونه ګډون وکړي، څو د طالبانو د حکومت د بدیل د موندلو لپاره، یوې ګډې سیاسي نقشې ته د رسېدو لپاره د عملي اقداماتو پر سر بحث او نظرونه تبادله کړي.
د ویانا د پروسې په تېرو غونډو کې داسي متنازع کسانو ګډون کړی چې وروسته دوی په خپله یو بل نفي کړي دي.
له ۲۰۲۱ کال راپه دې خوا، چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د ویانا پروسې څلور غونډې جوړې شوې دي، چې د اتریش د نړیوالو چارو انستیتیوت یې کوربهتوب کړی دی.