ژوند

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیوګانې له ګواښ سره مخامخ دي

اړوند خبرونه:

د طالبانو رسنۍ ځپونکي پالیسي؛ خوست کې یې دوه راډیوګانې وتړلې

طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د نورو رسنیو په څېر ګڼې راډیوګانې هم د طالبانو د رژیم لخوا وتړل شوې.

د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې د شمېرو له مخې، اوس په ټول افغانستان کې څه باندې ٢٥٠ راډيوګانې فعاليت کوي. د دې اتحادیې مرستیال فرهاد بهروز وايي: «اوس په ټول افغانستان کې ۲۷۵ راډیوګانې فعالیت کوي. په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ۱۹ نوې راډیوګانې جوړې شوي او ۲۴ نورو خپل فعالیت بېرته پیل کړی. په تېر یوه کال کې نهو راډیوګانو خپل فعالیت پريښی او اوو نورو خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.»

په ورته وخت کې د راډيوګانو يوشمېر کارکوونکي هم وايي چې په تېرو دوو کلونو کې پر راډيویي خپرونو محدوديت د دې لامل شوى چې د راډيو د اورېدونکو او مينه‌والو شمېر هم راکم شي.

په کابل کې د یوې راډیويي خپرونې چلوونکې معصومه وايي: «محدودیتونه او بندیزونه لامل کېږي، څو څرنګه چې باید کار وکړې، ویې نه‌شې کړای. دغه وضعیت د مالي ملاتړ د کموالي لامل شوی او راډیوګانې ډېر نشرات نه‌شي کولای، علاقه‌مندان یې په کمېدو دي.»

راډيو د افغانانو په منځ کې یوه وتلې او مهمه رسنۍ ده چې د ځينو اورېدونکو په وينا یې، د راډيويي خپرونو په اورېدو سره يې پخواني يادونه را تازه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خوست، ننګرهار، کندهار، هلمند او نورو ولایتونو کې د لسګونو راډیوګانو خپرونې په دې تور بندي کړي چې ددوی له غوښتنو او طرزالعمل سره سمې خپرونې نه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button