نړیوال خبرونه
ملا برادر په دوحه د قطر له صدراعظم سره ولیدل
اړوند خبرونه:
متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ
د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده
سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس متحده عربي اماراتو ته لاړل
د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني نن په دوحه کې د طالبانو د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل.
د قطري رسنیو د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغان ولس پر ستونزو او له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.
د قطر صدراعظم ټینګار وکړ چې هیواد یې «د ورور ولس افغان د ټولو قشرونو کلک ملاتړ کوي او په افغانستان کې د امنیت، ثبات، سوکالۍ او باعزته ژوند د تامین لپاره خپل هڅې روانې ساتي».