Uncategorized

د اسراییلو پوځ د فرانسي په منځګړیتوب د لبنان په سویل کې له اکثرو سیمې ووتل

اړوند خبرونه: 

د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی

اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو

په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو پوځ د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د اوربند د تړون سره سم، د لبنان په سویل کې له پنځو کلیو پرته له ټولو څخه وتلی دی.

د فرانسې خبري اژانس نن (سه‌شنبه، د سلواغۍ ۲۰مه) د لبنان د یوه لوړ پوړي چارواکي په حواله راپور ورکړ چې د اسراییلو پوځ د پنځو نقطو پرته له سویل لبنان څخه وتلی دی، او د لبنان پوځ به په تدریجي ډول په سویلي لبنان کې ځای پر ځای شي.

د لبنان له سویل څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند د تړون یوه برخه وه، خو د الجزیرې په وینا، د اسراییلو پوځ ویلي چې د دوی سرتیري به د لبنان په سویل کې په پنځو ځایونو کې پاتې شي.

د اسراییلو د پوځ ویاند نادف شوشاني د دوشنبې په ورځ وویل چې په لبنان کې پنځه ځایونه پوځي تاکتیکي ګټې لري یا د اسراییلو په شمال کې په مخالفو ټولنو کې موقعیت لري. هغه دا هم ټینګار وکړ چې “موږ باید د اوس لپاره په دې سیمو کې پاتې شو ترڅو د اسراییلي اتباعو دفاع وکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دا پروسه بشپړه شوې او بالاخره یې د لبنان وسله‌والو ځواکونو ته وسپارو.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button