Uncategorized

د طالبانو لخوا د نیول شوي جوړې کورنۍ د هغوی خوشي کول غواړي

اړوند خبرونه:

مک‌کال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي

مایکل مککال دا له واقعیته لېرې بولي چې طالبان په سیمه کې د امریکا امنیتي شریکان دي

مک‌کال: جوبایډن دې له طالبانو سره بندي امریکايي خوشي کولو ته لومړيتوب ورکړي

طالبانو د ۷۰ کلونو په عمر برتانوۍ جوړه یعنې ښځه او خاوند نیولي او زندان ته یې اچولي دي.

ددې برتاوۍ جوړې کورنۍ له طالبانو غوښتي چې دغه برتانویان له زندان ازاد کړي.

د پېټر او رینالډز کورنۍ وايي، کله چې ددوی دغه دوه مشران ونیول شول، نو د کورنۍ اړیکې په بشپړه توګه ورسره وشلېدې او له یوې میاشتې راهیسې یې ورسره اړیکه نه ده ټینګه شوې.

کورنۍ یې وايي، پېټر او مېرمن یې له ۱۸ کالو راهیسې افغانستان کې اوسېدل چې د زده کړو په برخه کې یې د بنسټونو او ټولنو په پیاوړي کولو کې مرسته کوله، خو اوس د طالبانو لخوا زندان ته اچول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې اوس دغه جوړه د مور او ماشوم د ژغورلو په پروګرام کې کار کاوه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button