نړیوال خبرونه

چمپینز ټرافي؛ افغانستان د لاهور په میدان کې انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه

نن ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د توپ وهنې ښکلې ننداره وړاندې کړه او تاریخ ساز لوبغاړی شو.

ابراهیم د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې هم په نړیوال جام او هم په چمپینز ټرافي کې سلیزې کوي، ۱۷۷ منډې یې وکړې.

په توپ وهنې کې یو عمده ټکی او ټرنینګ پواینټ د حشمت الله شهیدي او ابراهیم ځدراڼ د منډو ملګرتیا د انګلنډ د ښه بالینګ او ویکټ اخیستو بهیر ودروه.

د عظمت الله عمرزي او محمد نبي چټکو ۴۱ او ۴۰ منډو هدف تر ۳۰۰ ورپورته کړ.

د راشد خان، نور احمد او محمد نبي اوورونه به دا لوبه راګرځوي، زموږ تېز توپ اچوونکي نن د ورو توپ اچولو ملا وتړي.

د لاهور دا پچ د توپ وهنې لپاره بیخي برابر بلل شوی دی.

انګلنډ د توپ وهونکو اوږد کتار لري. د دوی د توپ وهنې بڼه د خرپ او ترپ ده او شاید په لومړیو اوورونو کې د افغان لوبغاړو د توپ اچوونکو په وړاندې د «بازبال» تګلاره خپله کړي نو دا به چټکه او یرغلیزه لوبه وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button