Uncategorized

نیویارک کې د اکسپرس شرکت اړوند بوئینګ الوتکې بېړنۍ ناسته وکړه

د امریکايي شرکت، اکسپرس اړوندې بوئینګ ۷۶۷ بار وړونکې الوتکې د نیویارک په «نیوآرک» هوايي ډګر کې د اور اخیستنې له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

د این بي سي نیوز په راپور کې ویل شوي چې دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یوه بار وړونکې الوتکه د نیوارک لیبرټي نړیوال هوايي ډګر څخه له الوتنې وروسته له یوې مرغۍ سره ټکر شوه. د ټکر له امله د الوتکې په یوه انجن کې اور ولګېد، چې په پایله کې یې پیلوټان ​​سمدلاسه بېړنۍ ناستې ته مجبور شول.

د نیویارک او نیوجرسي د بندرونو ادارې ویلي چې الوتکه د نیوارک په هوايي ډګر کې له الوتنې څو دقیقې وروسته په بریالیتوب سره ښکته شوې ده. “له نېکه مرغه، په دې پېښه کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، او د پېښې د جزئیاتو د څېړلو لپاره څېړنې پیل شوې دي.“

له الوتکو سره د مرغیو ټکر د هوايي چلند په صنعت کې یوه جدي ننګونه بلل شوې، چې د الوتکې موتور او څرخونو ته زیان پېښولی شي. دا پیښې معمولاً د الوتنې یا ناستې پرمهال کېږي، کله چې الوتکه په ټیټه ارتفاع کې وي له مرغیو سره د ټکر پېښې رامنځته کېږي.

د هوايي چلند نړیوالو ادارو تل ‘هوايي ډګرونو ته د مرغانو د مخنیوي سیستم په ګډون’ د دې ډول پیښو د خطر کمولو لپاره حل لارې وړاندې کړې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button