درې کاله وړاندې د کرېکټ مشهور لوبغاړی شین وارن ومړ

له نن څخه درې کاله وړاندې، د مارچ میاشتې په ۴مه د کړکټ نړۍ پیاوړی توپ اچونکی او د اسټرالیایي نامتو لوبغاړي «شېن وارن» د زړه حملې له امله ومړ. وارن د ۱۹۹۹ کال د پنځوس اوریزو لوبو نړیوال جام وګاټه او د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ یې په ۱۹۴ يو ورځنيو لوبو کې ۲۹۳ لوبغاړي وسوځول.
نن د کړکټ نړۍ پیاوړي ورو توپ اچوونکي شېن وارن درې کاله وړاندې د مارچ میاشتې په ۴مه د زړه حملې له امله ومړ.
وارن د خپل کرکټ ۱۵ کلن لوبيز ژوند په ۱۵۴ ټېسټ لوبو کې ۷۰۸ ویکټې اخیستې دي چې د نړۍ په کچه په دويم نمبر تر ټولو ډېرې ویکټې دي. وارن تر ۲۰۱۳ کاله په تجارتي شل اوریزو لوبو کې لوبېده خو له هغه وروسته د کرکټ له هر ډول سیالیو څخه لاس په سر شو او په ۲۰۰۷ کال کې له نړیوالو سیالیو تقاعد واخیست.
شین وارن وروسته د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله او ترڅنګ یې په ځینو لوبو کې د کرېکټ مبصر په توګه هم کار کوه. شین وارن د تایلینډ په کوه ساموۍ کې په خپل کور کې د زړه حملې له امله د ۵۲ کلونو په عمر له فاني نړۍ پټې کړې.