Uncategorized

ډونالډ ټرمپ: د پاکستان په مرسته مو د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه واک ته له رسېدو وروسته په لومړي ځل د دغه هېواد کانګرس ته د وینا پر مهال ویلي، چې هېواد یې له ‫افغانستان څخه د امریکا د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د مرګوني ځـانـمرګي برید طراح نیولی دی او د دغې برید عامل امریکا ته د لېږد په حال کې دی.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ټرمپ تېره شپه(سه‌شنبه، د کب ۱۴مه) پخپلو خبرو کې له افغانستانه وتل له «شرمه ډک» وبلل او زیاته یې کړه چې دا د امریکا په تاریخ کې «شرموونکې» شېبه وه. ټرمپ د داعش د هغه غړي د نیول کېدو او په امریکا کې د محاکمه کېدو په اړه هم یادونه وکړه چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس و چې له امله یې ۱۳ امریکايي ځواکونه و وژل شول.

متحده ایالاتو د پاکستان په همکارۍ د ۲۰۲۱ کال د اګست په مرګوني برید کې ښکېل یو ترهګر نیولی دی. اکسیوس دا کس د «محمد شریف‌الله» په نوم یاد کړ او ویې ویل چې پاکستان په دې وروستیو کې هغه د سي‌ای‌اې د معلوماتو پر بنسټ نیولی، او وال سټریټ ژورنال هغه یو افغان وسله‌وال بللی دی.

وال سټریټ ژورنال محمد شریف‌الله د داعش خراسان ډلې غړی بللی چې د اګست ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د مرګوني ځانمرګي برید په تنظیمولو کې یې لاس درلود. په دې مرګوني برید کې د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې د عملیاتو په جریان کې ۱۳ امریکایي سرتیري او څه باندې ۱۷۰ ملکي وګړي ووژل شول.

دا پیښه په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په وروستیو پړاوونو کې یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل کیږي. د داعش ډلې د برید له پېښې یوه ورځ وروسته د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست، او ادعا یې وکړه چې د «عبدالرحمن لوګري» په نوم یو کس له امنیتي خنډونو تېر شوی و، امریکایي ځواکونو ته نږدې شوی و او ځانمرګی برید یې ترسره کړی و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button