افغانستان کې د جنرالانو اتحادیه: امریکا دې د وژنو او ورانیو لپاره غرامت ورکړي

د جنرالانو، افسرانو او د امنیتي ځواکونو پخوانیو سرتیرو اتحادیې مشر له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د حقونو څخه دفاع وکړي.
د جنرالانو اتحادیې مشر وایي چې امریکا باید د افغانستان د دوه میلیونو کسانو د وژل کېدو او د کلیو د ورانېدو لپاره غرامت ورکړي.
شعور ګل پښتون د کابل په یوه غونډه کې د اوزبیکستان لخوا امریکا ته د اوو بلک هاک هیلیکوپټرو د سپارلو پر پرېکړې انتقاد وکړ او د ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل چې د ښه ګاونډیتوب اصول او نړیوال قوانین په پام کې ونیسي او په دې اړه مسؤلانه چلند وکړي.
شعور ګل پښتون وویل: «هغوی زموږ میلیونونه وسلې له منځه یوړې او زموږ دوه میلیونه کسان او کلي له منځه لاړل. هغوی باید افغانانو ته غرامت ورکړي.»
په ورته وخت کې د دفاع وزارت پخواني مرستیال فضل امان وویل: «دا تجهیزات د ملت مال دي، د خلکو مال دی او د جمهوري نظام په جوړښت کې د ملي اردو او امنیتي بنسټونو لپاره په پام کې نیول شوي وو.»
د یادونې وړ ده چې تېره میاشت ازبکستان کې له ۴۶ نظامي الوتکو او چورلکو ۷ بلک هاک چورلکې امریکا ته ولېږدول شوې.