کوربه پاکستان، خو هند لوبډله د چمپینز ټرافي اتله شوه
اړوند خبرونه:
چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
هند کرکټ لوبډلې د نیوزیلانډ لوبډلې ته په پایلوبه کې د څلور ویکټو په توپير ماته ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام اتلولي یې په خپل نوم کړه. د هندۍ لوبډلې له ۱۲ کلونو وروسته د کرکټ د اتلانو جام اتلولي وګټله.
د کرکټ اتلانو جام د پایلوبې پچه تېره ورځ(یکشنبه، د کب ۱۹مه) په متحده عربي اماراتو کې د نیوزیلانډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د پنځوس اورونو په لوبولو او د اووه ویکټو په زیان د هند لوبډلې ته د ۲۵۲ منډو هدف ورکړ.
په توپ وهنه کې د نیوزیلانډ په ګټه ډاریل میچل ۶۳، مایکل بریسول ۵۳، راچین راویندرا ۳۷ او ګلین فیلیپس ۳۴ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې. د هند لپاره لوبډلمشر روهیت شرما د ۷۶، شریاس ایېر ۴۸، کې اېل راهول ۳۴ او شوبمان ګېل د ۳۱ منډو په مټ د لوبې په وروستې اور کې پوره او د اتلانو جام اتلولي یې وګټله.
هندۍ لوبډلې له ۱۲ کلونو وروسته د کرکټ د اتلانو جام اتلولي وګټله.هند په ۲۰۱۳ کال کې هم د اتلانو جام اتلولي ګټلې وه.
د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ کې ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونه د هند د کرکټ لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو ډک وو.
د ویلو ده چې د اتلانو جام سیالو په لومړي پړاو کې افغان لوبډلې هم ګډون کړی و، له درېیو لوبو یې د سویلي افریقا په وړاندې ماته وخوړه، د انګلستان په وړاندې یې بریا خپله کړه او اسټرالیا سره لوبه یې د بارن له امله بې پایلې شوه، افغانستان نیمه پایلوبې ته لاره پیدا نه کړه، خو په ټوله کې یې ښې لوبې وکړې.