پاکستان په یو نیم کال کې ۸لکه افغانان له دغه هېواده ایستلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ اعلان کړی چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې له پاکستان څخه تر ۸۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ویلي، په تېرو ۱۶ میاشتو کې شاوخوا ۸۲۴ زره او ۲۰۰ افغان اتباع د «غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پروګرام» له مخې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې راپور له مخې، د کډوالو لویې کمېشنرۍ تر ۱۱۸ زرو او ۳۰۰ ډېرو راستنو شویو کسانو ته ضروري بشري مرستې ورکړي دي، چې ۴۹ سلنه یې ښځې جوړوي.
همداراز، ویل شوي چې دې ادارې په نوي میلادي کال کې ۹ زرو او ۵۰۰ کسانو ته، چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې مېشت دي، د سرپناه او اړینو توکو په شمول نقدي او غیرنقدي مرستې برابرې کړې دي.
د کډوالو لویې کمېشنرۍ دا هم ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د بحران د مدیریت لپاره ۴۷۸.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، خو د جنورۍ تر پای پورې یوازې ۱۳ سلنه بودیجه برابره شوې ده.