سیمه ییز خبرونه

له افغانستان وروسته، هند د بلوچستان د اورګاډي برید کې پړ وبلل شو

اړوند خبرونه:

بلوڅ لبریشن ارمي بلوچستان کې د اورګاډي ۴۰۰ مساپر برمته کړي

بلوچ بېلتون غوښتونکو۶ پوځیان وژلي او ۱۰۰ نور لا هم یرغمل دي

پاکستان وروسته له دې چې افغانستان یې د جعفر اکسپرس اورګاډي په برید کې تورن کړ، اوس هند هم د دې برید د پلان جوړولو یو عامل په توګه معرفي کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفق علي خان، اعلان کړی چې هند د بلوچستان ایالت په جعفر اکسپرس اورګاډي برید کې لاس درلود. دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې مخکې د پاکستان د پوځ چارواکو افغانستان د دې برید د پلان جوړولو د مرکز په توګه معرفي کړی و.

هغه د رهبرۍ شویو تماسونو او استخباراتي معلوماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د جعفر اکسپرس اورګاډي برید کوونکي له خپلو همکارانو سره چې په افغانستان کې مېشت وو، په اړیکه کې وو، خو د دې برید اصلي پلان د هند مېشتو عناصرو لخوا جوړ شوی و.

دغه ویاند زیاته کړه: «ترهګر په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري او پاکستان څو ځله د طالبانو له حکومته غوښتي چې د بلوڅ د ازادۍ پوځ په څېر ډلې له خپلې خاورې لرې کړي.»

د شفق علي خان په وینا، د پاکستان د امنیتي ادارو معلومات هم ښيي چې د دې برید د تنظیم لپاره د افغانستان، هند او اروپا ترمنځ د اړیکو یوه کړۍ شتون لري.

د مسافر وړونکي اورګاډي برید د سه‌شنبې په ورځ د کب ۲۱مه د بلوچستان ایالت په بولان سیمه کې د بلوڅ د ازادۍ پوځ (BLA) غړو لخوا ترسره شو. یاغیانو د پټلۍ د چاودنې وروسته جعفر اکسپرس اورګاډی، چې له ۴۰۰ څخه زیات مسافر یې لېږدول، ودرولو او یرغمل یې ونیول. د دې پېښې په پایله کې، ۲۱ مسافر او د پاکستان څلور امنیتي ځواکونه ووژل شول. د پاکستان د پوځ د تصفیې عملیاتو وروسته، ټول یرغمل خوشې شول.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button