Uncategorized

امریکايي پلاوي چې زلمی خلیلزاد هم په کې و، له امیرخان متقي سره لیدلي

زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي آدم بوهرلر د طالبانو له بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کابل کې ولیدل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبې) د ښاغلیو متقي او خلیلزاد د کتنې خبر خپور کړ، ویې ویل چې دواړو خواوو د افغانستان او امریکا پر اړیکو، د افغان اتباعو لپاره پر کونسلي خدمتونو، او د بندیانو تبادلې په اړه خبرې وکړې.

امیرخان متقي د امریکا پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دا لیدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي لپاره مثبت ګام وباله.

د خبرپاڼې له مخې، متقي وویل، د دوی حکومت د متوازن بهرني سیاست غوښتونکي دي.، له ټولو خواوو سره رغنده تعامل ته ژمن دي.

ده دا هم وویل چې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د پاتې ستونزو د حل لپاره خبرې اترې اړینې دي.

متقي وویل:«دواړه هېوادونه باید د ۲۰ کلنې جګړې پایلو ته د پای ټکی کېږدي او مثبتې سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړي.»

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، آدم بوهرلر د بندیانو په تبادلې کې پرمختګ د باور جوړونې لپاره مهم ګام وباله.

هغه ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید خبرو ته دوام ورکړي.

بوهرلر زیاته کړه:«امریکا او افغانستان تاریخي اړیکې درلودې، چې له ننګونو سره مل وې، خو اوس باید راتلونکي ته وکتل شي.»

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د افغانستان د جمهوري حکومت له پرزېدو او د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته افغانستان ته د زلمي خلیلزاد لومړنی ښکاره سفر دی.

زلمی خلیلزاد که څه هم د امریکا په اوسني حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري خو دې ته په کتو چې نوموړی د امریکا د اوسني واکمن ګوند، جمهوریپال غړی دی، کابل ته د ده سفر د طالبانو له حکومت سره د ټرمپ د حکومت لومړنی مخامخ تماس ګڼل کېدای شی.

خلیلزاد د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون د خبرو اساسي لوبغاړی و، چې د امریکا د وتلو او د طالبانو د واک ته رسېدو لامل شو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button