افغانستان

افغانستان کې د توبرکلوز ناروغۍ پرضد، پر مبارزه د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د توبرکلوز پر ضد د مبارزې ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د توبرکلوز ورځې په مناسبت په افغانستان کې د دې ناروغۍ پر ضد د مبارزې خپل ملاتړ تازه کړی دی.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ، د حمل په ۴مه ویلي چې په افغانستان کې یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکاري روانه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې: «موږ په افغانستان کې د سل ناروغۍ پر وړاندې د اړتیا وړ تخنیکي ملاتړ په وړاندې کولو کې بشپړ ژمن یو.»

له دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې دغه ناروغي هر کال له ۱۰ زرو څخه تر ۱۲ زرو کسانو پورې قرباني اخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان سل ناروغي لا هم په نړیواله کچه یو ګواښونکی ناروغي ګڼلې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button