له کندهاره سرچینې: خلیفه سراج الدین حقاني له ملا هبت الله سره لیدنې ته قانع شوی

اړوند خبرونه:
سراج حقاني وايي، د نجونو د زدهکړو اختلافي مسئلې ته مناسب حل لټوي
سراج حقاني د ځینو طالب مشرانو پر کړنو ناخوښ ښکاري
له کندهاره د افغانناو_سرچینې وايي چې خلیفه سراج الدین حقاني ددغه ډلې له امیر ملا هبت الله اخوندزاده سره لیدنې کتنې ته قانع شوی دی.
د څو میاشتو خاموش احتحاج او انزوا وروسته، د طالبانو وزیر داخله سراج الدین حقاني د ملا یعقوب او د عبدالحق وثیق لخوا قانع شو چې کندهار ته سفر وکړي او د طالبانو له ستر مشر هبت الله اخوندزاده سره وګوري.
حقاني د ۴ میاشتو را پدیخوا په خاموشۍ سره د ښځو د زده کړې او پراخو اصلاحاتو په اړه اعتراض کاوه او وزارت ته د راتګ نه ځان ګوښه ساتلی وو .
په کندهار کې یوه سرچینه وايي چې د غونډې په جریان کې، هبت الله په اصولو کې د ښځو د زده کړې د بیا پرانستلو سره موافقه وکړه مګر اوس هم قوي ملاحظات لري .
د شیخ هبة الله د ملاحظاتو ډول یا ماهیت لا تر اوسه روښانه نه دی، خو دا پرمختګ د دې موضوع په اړه د طالبانو د مشرتابه په داخلي دریځ کې د احتمالي بدلون نښه څرګندوي .
همدا ډول تر اوسه لا څرګنده نده چې خلیفه سراج الدین حقاني به له دغه ملاقات نه وروسته د کورنیو چارو وزارت ته ستون شی کنه ؟