افغان کډوال

افغان کډوال له پاکستان څخه په زور ایستل کېږي؛ دولت د مارچ د ۳۱مې نېټې مهلت تمدید نه کړ

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د ناقانونه کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوی مهلت پای ته رسېدلی دی، د پاکستان دولت د هغو افغانانو د بېرته ستنولو پروسه نن سه‌شنبه (د اپریل ۱مه) پیل کړې، چې پرته له قانوني اسنادو په دې هېواد کې ژوند کوي.

جیو نیوز د سه‌شنبې په ورځ، د حمل ۱۲مه راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکو تایید کړې ده چې د افغان کډوالو د ایستلو عملیات پرته له دې چې مخکېني مهلت تمدید شي، ترسره کېږي.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان دولت مخکې له ایالتي چارواکو غوښتنه کړې وه چې د افغان محصلینو اړوند معلومات د بهرني ملي امنیت واحد ته د تازه کولو لپاره وړاندې کړي.

د پاکستان دولت دا اقدام د خپلو امنیتي هڅو یوه برخه ګڼلی او څو ځله یې په افغانستان کې مېشتې ډلې د ناامنۍ او ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي عاملین بللي دي.

د رسمي راپورونو له مخې، تر دې دمه ۸۷۸,۹۷۲ افغان کډوال چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېدل، افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې، د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان دولت څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ودروي او دا پرېکړه یې د پناه غوښتونکو د ستونزو د زیاتېدو لامل ګڼلې ده.

پاکستان لا هم د ۲.۱ میلیونه افغان کډوالو چې قانوني اسناد لري، کوربه دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، له دې شمېر څخه ۱.۳ میلیونه کسان د ثبت‌نام کارتونه (PoR) لري، چې له دې جملې څخه د ۵۲ سلنې څخه زیات په خیبرپښتونخوا کې مېشت دي

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button