افغان کډوال

اسلام اباد: “د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر مو نن پیل کړ”

اړوند خبرونه:

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري

اسلام اباد وایي، په خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدو نېټه پای ته رسېدلې او د یادو کډوالو د جبري ستنولو بهیر یې نن د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل کړی دی.

پاکستاني رسنیو د پښتونخوا د کورنیو چارو په وزارت کې د سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدو نېټه ۳۱ د مارچ ټاکل شوې وه پای ته رسېدلې، او د اپرېل د میاشتې له لومړۍ وروسته به د یادو کډوالو د جبري ستنولو بهیر پیل کړي.

پاکستان تر دې وړاندې د کارت لرونکو افغانانو کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې(پرون ورځ )پورې وخت ورکړی و چې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.

د دې ترڅنګ په پلازمېنه اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې مېشتو افغانانو ته هم خبرداری ورکول شوی وو چې د مارچ تر ۳۱مې دې له یادو سیمو څخه ووځي.

د پاکستان حکومت وايي، چې له ۲۰۱۳ راهیسې یې نږدې ۶ نیم میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه کړي دي. د ۲۰۱۳ کال راپدېخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته بېرته استول شوي دي.

د یادولو ده، چې پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د افغانانو پر وړاندې د پولیسو سخت اقدامات ترسره شوي. د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیس کور په کور د افغانانو لټه کوي، تر اوسه زرګونه هغه افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button