دوحه کې د طالبانو او حکومت مذاکراتي پلاوي د طرزالعمل په اړه توافق ته سره رسېدلي دي

دوحه کې مذاکراتي پلاوي د طرزالعمل په اړه توافق ته سره رسېدلي دي.په قطر کې د خپلمنځي مذاکراتو له بهیره باخبره سرچینې وایي، په پلازمېنه دوحه کې د روانو مذاکراتو دواړه لوري د ناستو د طرزالعمل په اړه هوکړې ته رسېدلي او ژر به په دې اړه رسمي اعلان هم نن ناوخته وشي.
د قطر پلازمینه دوحه کې د دوو میاشتو راپدېخوا د طالبانو او حکومت مذاکراتي ټيمونه د خبرو مېز ته ناست وو؛ خو د حکومت د ټیم له لوري د مذاکراتو د بنسټ په حیث د طالبانو او امریکا د تړون د نه منلو او یو شمېر نورو اختلافي ټکو له امله په مذاکراتو کې پرمختګ په ټپه ودرېد او مذاکراتي ټیمونه ونه توانېدل د ناستو د طرزالعل په اړه هوکړې ته ورسېږي.تازه یو شمېر سرچینې وایي، دواړو لورو د ناستو د طرزالعمل په اړه هوکړې کړې، چې ډېر ژر به یې په اړه رسمي اعلان وشي.
د يو مهم میډیا خبریال «علي حسیني» مذاکراتي بهیر ته د نږدې سرچینو له قوله لیکلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه د اختلافي موضوعاتو په اړه توافق ته رسېدلي او داسې تمه وه، چې دا هوکړه نن ورځ «چهارشنبه» اعلان شي؛ خو اعلان یې ځنډېدلی.که څه هم په رسمي ډول تر دې دمه په مذاکراتو کې د هوکړې خبرونه تایید شوي نه دي؛
خود ملي امنیت پخوانی مشر «رحمت الله نبیل» وایي، د دواړو لورو تر منځ د طرزالعمل په ۱۹ مادو باندې هوکړه شوې او یوازې رسمي اعلان یې پاتې دی.دده په خبره، د حکومت مزاکراتي ټیم تر فشار لاندې و او د طالبانو په وړاندې يې مقاومت نشوای کولای هغه وايي ډېر ژر به دويي رسمي اعلان هم وکړي او دا به د سوللې خبرو لپاره یو بنیاد وي چې دا ټول اړخونو ته مهمه خبره ده.

هیره دې نه وي، چې د حکومت مذاکراتي ټیم داسې مهال د اختلافي موضوعاتو په برخه کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېږي، چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د زرګونو عسکرو د ایستلو اعلان کړی او داسې ګمان کېږي، چې ښایي د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په بنسټ د راتلونکي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.او افغانستان سره به بهرني هېوادونه مرستې جاري وساتي.