افغان کډوال

خلیلزاد: پاکستان ښايي په راستنېدونکو افغان کډوالو کې د داعش ډله افغانستان ته دننه کړي

اړوند خبرونه:

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

له پاکستانه د افغانانو د جبري راایستلو دویم پړاو ته د غبرګونونو په دوام، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي چې د پاکستان حکومت ښايي په راستنېدونکو افغانانو کې د داعش ډلې غړي هم راولېږي.

ښاغلي خلیلزاد په اېکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان له لوري افغانستان ته د داعش ډلې د غړو د لېږلو په اړه اندېښنې شته او په وینا یې چې دئ دا ادعا د خپلو معلوماتو پر بنسټ کوي.

په وروستیو اوونیو کې له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل شوی او د پاکستاني حکومت دې اقدام په نړیواله کچه پر بشري حقونو د څار بنسټونو او سازمانونو غبرګونونه راپارولي دي.

زلمي خلیلزاد تر دې مخکې هم بار بار د بېلابېلو مسایلو اړوند پاکستان ته مشورې ورکړې او د افغانستان په تړاو یې هم خپلې سپارښتنې ورسره شریکې کړې دي.

له پاکستانه د افغانانو د را ایستلو په تړاو هم زلمي خلیلزاد خپله تبصره لیکلي، خو د پاکستاني حکومت لخوا د داعش ډلې د غړلو د رالېږلو په اړه یې دا ادعا تر ډېره خطرناکه ښکاري.

د زلمي خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی چې ټاکل شوې دلته به د افغانستان – پاکستان د ګډې همغږۍ په ناسته کې ګډون وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button