
د طالبانو حکومت د روسیې د سترې محکمې له هغه اقدام څخه هرکلی کړی چې د دې ډلې نوم یې د خپل هېواد د ترهګریزو ډلو له لیست څخه لرې کړی دی.
د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د روسیې د سترې محکمې پرېکړه ورته اعلان کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د روسیې د سفیر له قوله ویلي چې د روسیې د سترې محکمې د پرېکړې پر اساس: «د افغانستان اسلامي امارت چې مخکې د طالبانو د غورځنګ په نوم پېژندل کېده، د ممنوعه ډلو له لیست څخه لرې شو.»
د روسیې سفیر دا ګام د روسیې او افغانستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې یوه تاریخي پرېکړه بللې ده.
همدارنګه، مولوي امیرخان متقي د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د روسیې د حکومت له دې اقدام څخه مننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پام وړ پرمختګ لپاره زمینه بللې ده.
ښاغلي متقي زیاته کړې چې د دې پرېکړې سره، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو په وړاندې یوازینۍ پاتې خنډ هم لرې شو.
د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ، د اپرېل ۱۷مه، اعلان وکړ چې طالبان یې د ترهګریزو ډلو له لیست څخه لرې کړي دي.