
اړوند خبرونه:
د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی
خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد “عزم استحکام” عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسېده
پاکستان پلاوي د چهارشنبې په ورځ، د حمل ۲۷مه، په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره لیدنه وکړه.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې له طالبانو سره دوه اړخیز تعاملات په لوړه کچه د یوې “اوږدې وقفې” وروسته بیا پیل شوي دي.
هغه د پنجشنبې په ورځ، د حمل ۲۸مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې پاکستان به د طالبانو له چارواکو سره په مشوره د درې اړخیزو او څو اړخیزو ډیپلوماتیکو میکانیزمونو د بیا فعالولو لپاره کار وکړي چې افغانستان هم په کې شامل دی.
دغه میکانیزمونه د “ګاونډیو هېوادونو جمع روسیه” فارمت، د پاکستان او افغانستان درې اړخیزې خبرې اترې له چین، ازبکستان او ایران سره شاملوي.
په همدې حال کې، صادق د افغانستان سره د درې اړخیز بهیر د بیا احیا او د پخوانیو توافقاتو د تعقیب لپاره د پنجشنبې په ورځ د چین د افغانستان لپاره ځانګړي استازي یوی شیاویونګ سره په مجازي ډول خبرې وکړې.
هغه زیاته کړې: “دا وړاندیز به ډېر ژر د افغانستان له حکومت سره مطرح شي.”
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسېد او د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او د طالبانو د حکومت له یو شمېر نورو چارواکو سره یې لیدنه وکړه.
هغه د کابل له لیدنې وروسته خپله غونډه ګټوره وبلله او زیاته یې کړه چې د دوی خبرې اترې د حساسو او ستراتیژیکو مسائلو پر محور متمرکزې وې، خو نور وضاحت یې ورنه کړ.