سیمه

روسیې او پاکستان، افغانستان کې د تروریزم پرضد مبارزه ټینګار کړی

اړوند خبر:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سبا شنبه افغانستان ته سفر کوي

د روسیې او پاکستان ګډ کاري ګروپ د افغانستان له خاورې د راټوکېدونکو تروریستي ګواښونو پر ضد د مبارزې ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه‌شنبې په ورځ، د ثور ۲مه، د روسیې سره د ګډ کاري ګروپ د غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

د دې خبر له مخې، دغه ناسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو چارو مرستیال وزیر او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر په ګډون ترسره شوې ده.

دا ناسته د نړیوال تروریزم د ګواښونو د ارزولو لپاره ترسره شوې وه.

په خبر کې راغلي: «دغه ناسته د تروریستي ډلو له خوا د رامنځته شویو ګډو ننګونو پر وړاندې د همکاریو د پیاوړتیا پر ټینګار پای ته ورسېده. دواړو خواوو باور درلود چې ګډې هڅې لا هم د سیمه‌ییز او نړیوال ثبات د ساتلو لپاره اړینې دي.»

پاکستان تل ویلي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) د افغانستان له خاورې ددوی پرضد ګټه پورته کوي او له افغان طالبانو یې غوښتنه کړې چې د دې ډلې غړي اسلام‌آباد ته وسپاري.

طالبان، د TTP حضور په افغانستان کې ردوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button