پي ټي ایم: له افغان کډوالو سره د وران ظلم په اړه به غږ اوچت کړو

اړوند خبرونه:
منظور پښتین: پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې د خیبر خاوره کارولي ده
منظور پښتین خلکو ته؛ راووځئ او د جرګې پرېکړې عملي کړئ
د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین وايي، راتلونکې یکشنبه چې د اپرېل له ۲۷ مې سره برابره ده، د مفتي منیر شاکر د وژل کېدو، له پاکستان د افغانانو جبري اخراج او د نیول شویو پښتنو مشرانو په غبرګون کې پراخه ولسي غونډه رابولي.
پښتین په یاده غونډه کې چې ټاکل شوې د پېښور په باغ ناران کې جوړه شي، د ولسونو د پراخ ګډون غوښتنې سربېره، دا ګډون د ملت یوه فریضه بللې ده.
پښتین له دې وړاندې هم له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غندلي او هغه یې ظالمانه پرېکړه بللې ده..
نوموړي د پاکستان د پرېکړې پر خلاف د پښتونخوا سربېره یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د PTM له لوري لاریونونه هم ترسره کړل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، په نږدې راتلونکې کې د وخت ضرورت، په سیاسي حرکتونو کې د محکومو قومونو لومړیتوب او د پښتنو افغانانو په خاوره د پردیو جنګونو د پراخېدو په اړه به تفصلي پيغام هم خپور کړي.