اقتصاد او سوداګري

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وایي، د تېر لمریز کال په جریان کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۸۹۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

ددې وزارت ویاند، عبدالسلام جواد جواد نن (سه‌شنبه، د ثور ۹مه) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د افغانستان صادرات هند ته ۶۲۷ میلیون ډالر او واردات یې ۲۶۳ میلیون ډالره دي.

د هغه په وینا، د افغانستان ډېری صادراتي توکي هند ته وچې مېوې او د درملو بوټي دي، چې انځیر، بادام، ممیز یا کشمس، هنگ، د هنگ تخم، او زعفران پکې شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان له هند څخه واردات لري، چې شکر، د صنعتي فابریکو خام مواد، د کتان ټوکران، د موټرو پرزې او ماشینونه پکې شامل دي.

دغه شمیرې په داسې حال کې خپرې شوې، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ د افغانستان او هند پر سوداګرۍ هم اغېز کړی دی.

د دې سوداګرۍ یوه برخه د پاکستان د واګه-عطاري لارې ترمنځ ترسره کېږي، خو د وروستي کړکېچ له امله، پاکستان له هند سره خپله ټوله سوداګري ځنډولې او د واګه لاره یې بنده کړې ده

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button